اسلام آباد29 نومبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان به د فلسطيني اولس آزادۍ او د خود اراديت حق لپاره د جائزو هلو ځلو مرسته روانه ساتي٬نړيواله ورورولي دې په فلسطين كښې ?? اسرائيل ظلمونو په سمدستي توګه مخ نيوي لپاره پرېكنده كاروائي وكړي٬په غزه كښې سمدستي او غېر مشروط جنګ بند كړے شي۔د فلسطيني اولس س??ه د يوالي نړيوالې ورځ په موقع وزيراعظم خپل پیغام كښې ووئېل فلسطيني اولس س??ه د نړيوالې ورځې په موقع زه د فلسطين شخړې منصفانه حل او د فلسطيني اولس د خود اراديت حق ترلاسه كولو لپاره د پاكستان اولس او حكومت د مرستې پخلے كوم۔وزيراعظم ووئيل د 7 اكتوبر 2023 نه پس په غزه او مغربي پوله كښې ?? اسرائيل يرغل په لړ كښې دا كال د فلسطين د تاريخ تور كال پاتې شو٬د تاريخ ناوړه ظلمونو سره اسرائيل تراوسه 43 زره معصوم فلسطينيان سړي او مېرمنې او ماشومان وژلې دي۔وزيراعظم ووئيل فلسطينے اولس ?? اسرائيل بريدونه ٬منظم نسل كشي او د تشدد كمپائن په بهادرۍ سره برداشت كوي٬په فلسطين ?? اسرائيل يرغل د بش??ي حقونو او نړيوال قوانين خلاف ورزي ده۔ده ووئيل ?? اسرائيل لخوا د نړيوالو بش??ي حقونو قوانين خلاف ورزۍ له امله په غزه كښې د نړيوالې ورورولۍ لخوا د بش??ي مرستې هڅې ځپلې شوي كومو څخه چې د محصور آبادۍ ستونزې لا زياتې شوي ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې هغوي په فلسطين كښې ?? اسرائيل ظلمونه په سمدستي توګه مخ نيوي لپاره د پريكړې وړ كاروائي وكړي۔ده ووئيل په وګړو٬روغتونونو٬سكولونو او په انفراسټركچر د بريدونو مخ نيوې دې وشي٬فلسطينيانو لپاره د لېږلې شوې مرستې په قافلو بريدونه د برداشت وړ نه دي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په غزه كښې د سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ غوښتنه كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د فلسطيني اولس آزادۍ او حق خود اراديت لپاره د جائزو هلو ځلو مرسته جاري ساتو د كوم اظهار چې دانصاف نړيوال عدالت (آئي سي جے)هم خپله مشاورتي رائے كښې هم كړے۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او جنرل اسمبلۍ اړوندو قراردادونو له مخې د فلسطين مسئلې منصفانه او اوږد ممهاله حل غواړي چې پكښې د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست د قيام غوښتنه شوې كوم چې د كال 1967 څخه په وړاندې پولو مشتمل وي او د هغې دارالحكومت القدس شريف وي۔وزيراعظم ووئيل زه يو ځل بيا د پاكستاني اولس لخوا د فلسطيني اولس س??ه د خپل بشپړ يو والي پخلے كوم
Nguồn bài viết : Tin tức bóng đá châu âu