اسلام آباد 30 ستمبر(اے پي پي )د توان (پاور ډويژن) وفا??ي وزير سردار اويس احمد خان لغاري په مشرۍ كښې د پاور ډسټري بيوشن كمپنو كاركردګۍ په اړه غونډه وشوه چې پكښې د ډسكوز بورډز چيئرمېن او چيف ايګزېكټو افسرانو ګډون وكړو۔د ګل په ورځ شوې غونډه كښې د جولائي او اګست مياشتو په مهال د لائن لاسز او بلونو وصولۍ كاركردګۍ جائزه واخستلے شو۔وفا??ي وز??ر په ناوړه كاركردګۍ د كمپنو مینجمنټ څخه د خفګان څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل په خرابه كاركردګۍ د كمپنو افسرانو په ضد به سخت انتظامي كاروائي په عمل كښې راوستلې شي۔په غونډه كښې چيئرمېنز او سي اي اوز د خپلو خپلو كمپنو صورتحال٬اقدامات او مسئلو په اړه بريفنګ وركړو۔وفا??ي وزير اويس احمد خان لغاري ووئيل په لائن لاس?? كښې كمے او ريكوري?? كښې ښه والي لپاره هرې كمپنۍ ته لا فعاله حكمت عملۍ خپلولو ته ضرورت دے دغسې چې د كمپنو مالي حالات ښه شي۔د دې نه علاوه ده ټولو چارواكو ته هدايت وكړے شو چې هره ميا??ت دې په لسمه نېټه جائزه غونډه وكړې شي چې وفا??ي وز??ر پخپله د ډسكوز مياشتنې كاركردګۍ جاج واخلي۔اويس لغاري د دې عزم پخلے وكړو چې د حكومتي هڅو په سبب به راتلونكو مياشتو كښې په ريكوري?? كښې اضافه او په لائن لاس?? كښې ښكاره كمے راشي۔
Nguồn bài viết : Thuật toán bắn cá