اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په پاکستان كښې د فلسطين زده كوٶنكو ته هر ډول ممكنه اسانيو ور??ولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئيلي دي په سركاري خرڅ به د فلسطي?? نورو زده كوونكو ته ويړيا تعليم ور??ولې شي، نړيواله ور??رولي په غزه كښې د فلسطينيانو د نسل کشۍ په مخ نيوي او جنګ بندۍ كښې پاتې راغلې ٬ د پاکستان اولس په سخت وخت كښې د فلسطين خپ??و ور??ڼو خوئېندو سره ولاړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پاکستان په ميډيکل پوهنتونونو او کالجونو كښې د فلسطين زده كوٶنكو ته خپ??ې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د غزه زيركو زده كوٶنكو ته وېنا زما لپاره د اعزاز خبره ده٬ پاكستان د ستاسو دوېم كور دے، د زړه د اخلاصه د ستاسو هركلے كوٶ، ستاسو د ستونزو نه د پاکستان پشمول ګرده نړۍ خبره ده او په دغو كښې هره ورځ شدت راځي٬ د مقبوضه اسرائيلي ځواكونو لخوا ناوړه ظلمونه جاري دي چې پكښې تر اوسه د 43 زره نه زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي٬ د زره ګونو په شمېر ماشومان د مېندو په غېږو كښې شهيدان كړي شوي٬ يو شمېر ښارونه ړنګ كړې شوي۔ ده ووئيل نړيواله ور??رولۍ تر اوسه يوازې قراردادونه٬ وېناګانې او لوظونه كوي، د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او د انصاف نړيوال عدالت پشمول يو نړيوال فورم جنګ بندۍ لپاره هېڅ نه دي كړي٬ د نړۍ په تاريخ كښې د دې نه وړاندې دومره تباهي نه ده شوې۔ ده ووئيل تاسو زمونږ ور??ڼه خوئېندې يې٬ زمونږ كورونه٬ استاذان هر څه ستاسو لپاره دي، مونږ به په پاكستان كښې ستاسو لپاره هر ھغه څه كوٶ ?? كومو چې تاسو ته ضرورت دے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې په فلسطين كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطينيانو د نسل كشۍ په اړه د بېلا بېلو هېوادونو صدور او وزراء اعظمانو تقريرونه كړي خو د دغې نه ور??ستو هم په غزه كښې وينه بهېږي، په سکولونو او روغتونونو بمبارۍ كېږي٬ ما په عمومي اسمبلۍ كښې د خپ??ې وېنا په مهال د ختيز تېمور او د سوډان معاملې حل او د فلسطين شخړې پحقله د نړيوالې ور??رولۍ په وراندې موازنه وړاندې كړې وه٬ ده ووئېل كله چې طاقتور هېوادونه غواړي نو مسئله حل شي چې كله ھغوي نه غواړي نو مسئله نظر انداز كړې شي۔ ده ووئيل د فلسطينيانو اميدونه ګړدې نړۍ لپاره متاثره كوونكې دي، د هرې كورنۍ څخه خلق شهيدان شوي ٬ ډېر د افسوس وړ صورتحال دے ٬ د غزه او فلسطين د اولس ژوند بچ كولو لپاره به اقدامات كول وي۔ ده ووئېل د غزه آٶټ ريچ پروګرام فار ايجوکيشن لپاره شتمندو مرسته كړې ۔ ده ووئيل 145 فلسطيني زده كوونكي پاكستان ته رارسېدلې دي٬ د نورو زده كوونكو به په بېلا بېلو ښاريو كښې تعليم لپاره مونږ د دوي كوربتوب كوو ٬ دا زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئيل پاکستان كښې به په سركاري خرڅ د فلسطي?? نورو زده كوونكو ته ويړيا تعليم ور??ولې شي٬ د صحت او خارجه وزارتونو له په دې حواله سمدستي او د كوټلې کوآرډينيشن د لارې اقدامات كول پكار دي٬ په دې كښې كوم تاخير پكار نه دے۔ ده ووئيل د فلسطينيانو خپ?? خپ??وان شهيدان شوي٬ پاكستانيان ستاسو ور??ڼه خوئېندې دي څوك چې به د خپ??ې كورنۍ غوندې ستاسو پالنه كوي۔ په دې موقع د فلسطينۍ ډاکټر لامه او ډاکټر مسرت په پاکستان كښې د ميډيكل تعليم د زده كوٶنكو نمائندګي كولو سره دستورې ته خپ??ې وېنا كښې ووئيل مونږ غزه سره تعلق لرو٬ د خپ??وانو د اسرائيلي ځواكونو لخوا شهيدان ليدل آسان نه دي، د الخدمت فاٶنډيشن پشمول د نورو ادارو لخواد پاكستان په تعليمي مرسته د ستاسو مننه كوٶ، دوي ووئېل د پاکستان په بهترين طبي تعليمي ادارو كښې د زده كړې په سهولت ستاسو مننه كوو٬دوي ووئېل هيله لرو چې د ميډيكل تعليم خواهشمند نورو فلسطيني زده كوونكو ته به هم دلته د تعليم ترلاسه كولو موقع ترلاسه شي٬ د فلسطينيانو په مرسته د پاكستان مننه كوٶ۔په دې موقع د قومي صحت لپاره د وزيراعظم كوآرډينيټر ډاكټر مختار احمد بهرته او د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد هم وينا وكړه۔
Nguồn bài viết : Bắt sòng bạc mới nhất