اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي)د ص??عت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په مشرۍ كښې د شوګر ايډوائزري بورډ غونډه وشوه چې پكښې كال 2024/2025 ګنو فصل تخمين?? او په هېواد كښې د چينو د پېداوار حاجت په اړه د خيالاتو څرګندونه كړی۔په غونډه كښې د چينو پیداوار او د دې بيعو په اړه تفصيلي جائزه اخستلې۔په غونډه كښې د چينۍ په بيعو كښې استحكام په ځاې ساتلو او اولس ته ارزانه بيعه د چينو وركولو باوري كولو په اړه مهمه پريكړه شوې۔وفاقي وزير ټولو صوبو ته سپارښتنه كړی چې هغوي د چينو د بيعو سخته څارنه وكړي او كوم هم ډول مصنوعي كمي مخ نيوي لپاره سمدستي اقدامات وكړي۔د هغه وين?? وه چې د چينو بيعې قابو كولو ته حكومت پام لرنه كوي دغسې چ?? اولس ته رېليف ترلاسه شي۔رانا تنوير حسېن ووئيل چې حكومت به د چينو د بيعې استحكام باوري كولو لپاره بشپړه هڅې كوي۔ده دا هم ووئيل چې د ص??عت او پیداوار وزارت صوبو سره په ګډه د چينۍ وركولو صورتحال ښه والي او بيعو كښې استحكام لپاره مستقل څارنه كوي دغسې چ?? اولس د چينۍ كمي يا ګرانۍ سره مخ نه شي۔
Nguồn bài viết : Casino GMC Mui Ne